وسلوال ترهگرپه هلمند کی د كوكناروله ناروا كښتونوڅخه دفاع كوي

دا چې ترهگرد خپلوشوموموخود لاسته راوړلوپه خاطرخپل مالي امكانات د نيشه يي توكوله كركيلې اوكاروبارڅخه په لاس راوړي اوله همدې لارې يې د ناروا جنگي ماشين په كاراچولى دى نودا مهال چې په هلمند كې د تارياكود راټولوولووخت رارسيدلى ترهگرهڅه كوي چې د ممكنه لاروچاروڅخه په گټې اخيستنې دا كښتونه راټول اومالي ملاتړترلاسه كړي چې په تيروڅوورځوكې يې په دې ولايت كې په درنوجگړولاس پورې كړى دى.

خودا چې زموږامنيتي ځواكونه د پخوا په پرتله ډيرپياوړي اوله بلې خوايې د خلكوبشپړملاتړهم ترلاسه كړى د دوى بريدونه يې نه يوازې په شا تمبولي بلكې درنه مرگ ژوبله يې هم اړولې چې په دې لړكې يې ۲۸ تنه په گرمسيرولسوالى كې له منځه تللي اوهمدا رازشاوخوا لس تنه يې د مارجې ولسوالى په تريخ ناورسيمه كې د خپل عمل په سزا رسيدلي دي.

ددې بريدونوپه پايله كې يوتن پوليس اودوه د ملي اردوسرتيري په شهادت رسيدلي اودرى نورټپيان شوي دي.

همدا رازپه نادعلي ولسوالى كې ترهگرود دوشنبې په ورځ هڅه وكړه چې د موټربم په وسيله د ملي اردومركزپه نښه كړي چې د دوى دا بريد هم له ناكامى سره مخ اوپه پايله كې يې پنځه تنه ترهگروووژل شول اويوتن د ملي اردو سرتيرى سرسري ټپي شوى دى.

دا مهال ددې ولايت په بيلابيلوسيموكې د كوكنارود له منځه وړلود پيل شوي كمپاين په لړكې ۲۵۰۰ هكتاره ځمكه د كوكناروله ناروا بوټي څخه پاكه شوې اودا كمپاين لاهم په هغه سيموكې دوام لري چې كوكنارپكې كرل شوي دي.