هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان د جګړو قرباني شويو بچيانوسره

هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان نن روژه ماتی د هسکېرلي نصيب څښتنانو، هيواد کې د جګړو قرباني شويو بچيانو او خپل راتلونکي ته پر کږليچنه لار هيله بښوونکيو يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو سره تېر کړ.
ماشومانو سره تر روژه ماتې کولو وروسته د والي ښاغلي ياسين خان په غوښتنه روزنتون کې خپل زده کړي شيان بيانوي، ځينو لومړني اسلامي ارشادات وړاندې کړل او ځينو بيا او ملي ترانې په ډېرې لېوالتيا سره زمرمه کړې.
ټوکې هم ددې مجلس يوه ښه برخه وه، ماشومانو په ماشومانه انداز جالبې او خندوونکې ټوکې وويلې او ددې بانډار خورا جالبه او خوشحالوونکې شېبې بيا د ماشومانو له لوري د هيواد پخوانۍ او دوديزې لوبې لکه خوسی او د غېږ نېونې سره رنګينې شوې.
د روزنتون له يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو سره د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان له لوري د ښه ساعت مجلس په پای ته رسېدو سره هغوی ته؛ چمتو شوي نغدي ډالۍ او زده کړييز توکي ورکول شول.
جنرال ياسين خان وويل: دا ماشومان زموږ د خاورې او ملت د سرښندونکو او وياړليو سرتېرو بچيان دي، له دوی سره په وخت تېرولو مې د آرامتيا او وياړ احساس وکړ.
په ورته وخت کې هلمند والي له ټولو شتمنو وغوښتل، چې د روژې مبارکې مياشتې او د اختر په رارسېدو سره بې وزلو او اړمنو کورنيو ته د مرستې لاس وغځوي، ترڅو مو هم ثواب ګټلی وي او هم خرما.

په درنښت 
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر