په ښار کې د وسله والو غلاو، ترورستي پېښو او غېرقانوني کړنو جدي مخنيوی بايد وشي

جنرال ياسين: په ښار کې د وسله والو غلاو، ترورستي پېښو او غېرقانوني کړنو جدي مخنيوی بايد وشي
ورځ سه شنبه 
۱۵/۳/۱۳۹۷
د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان د لښکرګاه ښار د پوليسو حوزو آمرينو، د ملي امنيت مديرانو او د ګذر وکيلانو سره د ناستې پر مهال د پوليسو او ملي امنيت منسوبينو ته سپارښتنه وکړه، چې د وسله والو غلاو، ترورستي پېښو او ټولو غېرقانوني کړنو جدي مخنيوی وکړي.
په دغه ناسته کې، چې د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال عبدالغفار صافي، د ملي امنيت لومړي مرستيال ډګروال ميرحمزه او يو شمېر نورو منسوبينو هم ګډون درلود هلمند والي په خپلو خبرو کې وويل: په ښار کې د غوره امنيت ټينګښت او همدارنګه د چيک پاينټونو او تلاشيو لپاره بايد منظم پلانونه جوړ شي او پلې شي.
ښاغلي ياسين د تورو ښيښو لروونکو موټرونو پر ضد د جدي کمپاين لارښوونه وکړه او دغه راز يې د غېر مسوُله او ياهم شخصي جامو کې د وسلو ګرځولو په اړه د جدي مخنيوي سپارښتنه وکړه.
همدارنګه په دکانونو کې د تورو ښيښو او فلمونو په اړه امنیه قومنداني ته لارښوونه وشوه، چې لومړی ورته خبر ورکړي، بيا يې په جدي مخنيوی وکړي او که چيرې سرغړونه وشي نو دکانونه دې يې وتړل شي.
جنرال ياسين د ښاروالۍ د ناحيو آمرينو، ګذر وکيلانو او متنفذينو سره د ملي پوليسو او ملي امنيت سره د نېږدې اړيکو ټينګولو او متقابلو همکاريو لارښوونه وکړه او زياته يې کړه، چې په دې توګه کېدای شي د ډېرو جرمونو مخه ونيول شي.
هلمند والي د پوليسو او ملي امنيت منسوبينو ته په اشارې سره وويل: په ټاکنو کې هر ډول ناوړه مداخله د منلو وړ نه ده، هيڅ امنيتي منسوبين بايد د کوم مشخص نوماند په ګټه کار ونه کړي که پر کوم مسُول ثابته شي نو له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.

په درنښت 
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر