د هلمند والي په مشرۍ د نظامي شورا ناسته ترسره شوه

د هلمند والي په مشرۍ د نظامي شورا ناسته ترسره شوه
ورځ پنج شنبه 

د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان په مشرۍ نظامي شورا ناسته کې ددې ولايت پر عمومي وضعيت سربېره په يو شمېر سيمو کې د پوځي عملياتو پلان ارزونه ترسره شوه.
دغه غونډه چې په شوراب پوځي اډه کې جوړه شوې وه، پکې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترين، د ملي امنيت رئيس انجينر محمد طاوس خان، د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر سمونوال ګلي خان، د عامه نظم لوا قوماندان جنرال خليل جواد، د سرحدي لوا قوماندان سمونوال ظاهرګل مقبل، د غوڅ ملاتړ ماموريت ځايي قوماندان جنرال الفرډ او ګڼ شمېر نورو امنيتي منسوبينو ګډون درلود.
غونډه کې د نادعلي، نهرسراج، ګرمسېر، مارجې او ناوې ولسواليو امنيتي وضعيت په باب معلومات وړاندې شول، د ستونزو او ننګونو په اړه اړوند مسُولينو ته لازمې سپارښتنې وشوې او په سيمو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو روان بهيرونه وستايل شول.
ددې ترڅنګ په دې غونډه کې د يو شمېر سيمو پراختيا او له وسله والو مخالفينو څخه د پاکولو په اړه پر جوړولو شويو امنيتي پلانونو غور وشو، نيمګړتياوې يې په ګوته او د هواري لارښوونې وشوې او پر دې سربېره په سيمو کې له ملکي وګړو سره د ښه چال چلند او د هغوی د سر او مال ساتلو په ځانګړې سپارښتنې وشوې.
غونډه کې د ښار او نورو سيمو د امنيتي کمربندونو پر پياوړتيا او ځواکمنتيا هم خبرې وشوې او ټينګار وشو، چې بايد په دې برخه کې ځانګړي پلانونه په لاره واچول شي.