په ولسي جرګه کې د هلمند استازي غلام ولي افغان د ټېم غړو له هلمند والي سره وکتل

په ولسي جرګه کې د هلمند استازي غلام ولي افغان د ټېم غړو له هلمند والي سره وکتل

په هلمند کې د غلام ولي افغان د ټېم غړو ګڼ شمېر ځوانانو او قومي سپین ږیرو له هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان سره په لیدنه کې د جوړ شوي ټېم د پېژندني ترڅنګ پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبري وکړې.
راغلو کسانو د خبرو پرمهال وویل: دوی په ولسي جرګې کې د هلمند استازي غلام ولي افغان کاري ټېم دی چي د ټاکنو پرمهال يې له هغه ملاتړ وکړ او تر بریالیتوبه يې ورساوه خو اوس همدا ټېم په دې ولایت کي د ستونزو پرحل، د ملي مسايلو په ننګه او نورو ورته مسایلو باندي کار کوي، چي غواړي د ولایتي ادارې همکاري هم له ځان سره ولري.
د یاد ټېم مسولینو او غړو د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين د امنيتي، ښې حکومتوالۍ، د هلمند لپاره د پروژو جلبولو او نورو برخو کې د هلو ځلو او لاسته راوړنو څخه پر هرکلي سربېره د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه چي ولایتي اداره دي يې د حل په برخه کي همکاري وکړې د بیلګي په ډول د هلمند پر سیند د بل پُل جوړېدل، هلمند سیند ته نژدې د ریګ ریشن د زیانونو مخنيوي، د ناوې ولسوالۍ د سړک د خرابو ځاینونو دوهم ځلي رغېدو، د بُست کلا سړک او دې ته ورته ستونزي يې هم شریکي کړې.
هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو د استازي غلام ولي افغان له ټېم سره دلیدني پرمهال وویل: غلام ولي افغان خپله یو زړه ور افسر وو او دې ولایت کي د جګړو پرمهال يې ډیري د زړه ورتیا کیسې شته، ولي د همدې جګړې ښکار شو دواړي پښې يې دلاسه ورکړي خو همت يې ونه بایله ولس يې تر شاه ودرید او دملت کور ولسي جرګې ته يې ورساوه.
ښاغلي یاسین زیاته کړه: دا چي تاسي د یوه ښه فکر او پلان سره راغلي یاست او غواړي چي د ټولني د اصلاح او خلکو ته د خدمت په برخه کي خپل رسالت ادا کړئ او په ټولنه کي د شته ستونزو په حل کې همکاري وکړی، ستاسو دا احساس د قدر وړ دی او په مثبتو کړنو کې به د ولايتي ادارې همکاري هم له ځان سره ولری.
هلمند والي وویل: د هلمند پر سیند به باباجي ته څېرمه د ولسي تړون پروګرام دلاري پُل جوړ شي چي په دې اړه خبري پیل شوي، د هلمند سیند د پخواني پله ترڅنګ د بل پُل په اړه هم له مرکز سره خبري شوي چي امکان يې شته منظور شي، د ناوې سړک په اړه به د ټولګټو ریاست ته لارښونه وکړي ترڅو تخریب شوي ځایونه يې په اساسي ډول ورغوي، او هلمند سیند ته څېرمه د موجود ریګریشن د شتون پر ستونزه به له ښاروال سره خبري وکړي او د بُست کلا د سړک په اړه ښه زېری دادی چي ټولي تدارکاتي او ډیزاین چاري يې بشپړي شوي او ژر به يې د رغېدو عملي چاري پیل شي.
د سولې او پخلاينې په برخه کې د ځوانانو پر رول او اغېز هم هلمند والي ټينګار وکړ او له راغلو ځوانانو يې وغوښتل، چې په سيمه ايزه کچه د سولې لپاره هلې ځلې وکړي، هغه له ځوانانو هيله وکړه، چې خلک تذکرو اخيستلو ته وهڅوي او هم ملي او محلي اردو ليکو ته ځوانان تشويق کړي.