د هلمند والي په مشرۍ د ولايتي پرمختيايي کمېټې ناسته ترسره شوه

د هلمند والي په مشرۍ د ولايتي پرمختيايي کمېټې ناسته ترسره شوه

د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان په مشرۍ د ولايتي پرمختيايي کمېټې غونډه ترسره او پکې ددې ولايت د بېلابېلو پرمختيايي چارو او پروژو په باب هر اړخيزې خبرې او پلانونه و ارزول شول.
په جوړه شوې ولایتي پرمختیايي کمېټې غونډه کې په ټولیز ډول په هلمند کې د پلې کېدونکو پروژو او د هغوی دښه تطبیق په اړه بحث ترسره شو او د هلمند والي له لوري د رغنیزو پروژو او کارونو په اړه سمونکې لارښووني هم وشوې.
د هلمند اقتصاد ریاست سرپرست ریئس انجینر نجیب الله له لوري د غونډي ګډونوالو ته په دې ولایت کي د پلان شوو ټولو پروژو په اړه مالومات وړاندي شوه ، هغه وویل: سږکال به هلمند کي ۸۴ لوی او کوچینۍ رغنیزي پروژې پلي کیږي چي ټول لګښت به يې ۳۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه: یو شمېر پروژې تکمیلي شوي ، ځیني تر کار لاندي دي او پاته نوري به يې هم دهمدې روان کار په جریان کي بشپړي شي.
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د ولایتي پرمختیايي کمېټې غونډه کي د خبرو پرمهال وویل: هغه ادارې چي لا تر اوسه يې د خپلو ریاستونو اړوند پروژې ندي پیل کړي او یا يې په مرکز کابل کي کارونه پاته دي باید تعقیب شي ترڅو په همدې کال کي بشپړي او ګټي اخیستنې ته وسپارل شي.
ښاغلي یاسین خان ټینګار وکړ چي د پروژو د تطبیق پرمهال دي مسوُلي ادارې پر خپل وخت څارنه ترسره کوي ترڅو په پروژو کي هیڅ ډول غفلت ونه شي او بې کیفیته پلي نه شي.
په دې غونډه کي د نورو پروژو او مسایلو ترڅنګ په ناوې ولسوالۍ کي د جوړ شوې سړک په اړه چي ټول ۱۲ کیلو متره کیږي یوازي يې ۸ کیلو متره جغل اندازې شوی ولي د هغه هم کیفیت خراب دی په دې اړه د هلمند والي هدایت ورکړ چي په دې اړه دي ټول مالومات راټول کړل شي ترڅو اساسي ستونزه پیداشي او د حل په برخه کي يې ولایتي اداره تصمیم ونیسي.