هغه دولتي کارکوونکي چي د نظام او ملي ګټو ضد څرګندونې کوي تر نیولو وروسته به قانوني چلند ورسره وشي

دغه څرګندوني د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په ادارې غونډه کي وکړې چي پکې د ولایت دواړو مرستیالانو ، د ولایتي شورا ریئس ، د هلمند د ټولو ولسوالیو ولسوالانو او د ټولو دولتي ادارو مسولينو هم ګډون درلود.
ښاغلي یاسین خان د خبرو پرمهال وویل: داسي مالومات ورته رسېدلې چي ځیني دولتي مامورین او مسولین پر ټولنیزو رسنیو باندي داسي نظرونه خپروي چي د خلکو ذهنیتونه خرابوي چي دا کار يې ملي خیانت او له دې وروسته به ورسره جدي او قانوني چلند ترسره کیږي.
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان زیاته کړه: له دې وروسته به چا ته اجازه ورنکړل چي هم دولت کي دندي لري او هم د نظام پرضد ناوړه او بېځایه تبلیغات کوي که پر چا ثبوت پیداشو څارنوالۍ ته به وپېژندل شي.
ددې ترڅنګ په جوړه شوې ادارې غونډه کې د یو شمېر ولسوالیو ولسوالانو هم ځیني ستونزي او مسایل شریک کړل چي د اړوند ریاستونو له لوري ورته مالومات ورکړل شول او د حل په برخه کي يې د اجراتو ډاډ ورکړل شو.
په غونډه کي پر یو لړ اداري مسایلو او ستونزو هم خبري وشوې او د حل په برخه کي يې په ټولیز ډول پرېکړې وشوې ترڅو په ادارو کي کارونه پر خپل وخت ترسره او ولسونو ته ښه او معیاري خدمات ورسېږي.
په لښکرګاه ښار کي د اوبو رسولو پر منظم سیستم ، د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د یوې مقررې د تطبیق غوښتنه چي له مخې يې هره اداره مکلفه ده خپله یو فیصد بودیجه کارکوونکو ته د زیان په وخت کي د مرستي لپاره ورکړي چي په دې برخه کي هیئت وټاکل شو، ترڅو موضوع هراړخیزه وڅېړي، په ټولو دولتي ادارو کي د اسنادو د ساتلو په برخه کي د پاملرني ، په دولتي ادارو کي د ټولو خالي بستونو مالومول او د نوی کسانو په دنده ګمارل او ددې ترڅنګ د روغتیا، پوهني ، احصايي ، قومونو او قبایلو ریاستونو د ځینو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او د حل لپاره يې لارښووني وشوې.