هلمند والي د اوبو رسولو له عمومي ریئس سره په لیدنه کې لښکرګاه ښار او ولسوالیو ته د پاکو اوبو رسولو برخه کي اړوند مسایل شریک کړل.

هلمند والي د اوبو رسولو له عمومي ریئس سره په لیدنه کې لښکرګاه ښار او ولسوالیو ته د پاکو اوبو رسولو برخه کي اړوند مسایل شریک کړل.
په دې لیدنه کي چي د اوبو رسولو د عمومي رئیس انجنیر حمیدالله یلاني سره ترسره شوه د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ترڅنګ د لښکرګاه ښاروال انجنیر عصمت الله صمدي هم ګډون درلود.
په ټولیز ډول په دې لیدنه کي لښکرګاه ښاریانو او ولسوالیو ته د پاکو اوبو رسولو برخه کي خبرې وشوې چي په دې برخه کي پرتو ستونزو ته حل لاره ولټول شوه.
د هلمند والي ښاغلي یاسین خان په هلمند کې د اوبو د اوسنیو شبکو په اړه مالومات وړاندې کړه چي په وینا يې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت دې ولایت کي ګڼې د اوبو رسولو شبکې جوړي کړي چي خلک ترې ګټه پورته کوي خو لاهم اړتیا ده چې ددې جوړشوو شبکو ترڅنګ د افغانستان د اوبو رسولو عمومي ریاست هم په دې ولایت کي خپله څانګه پرانیزي او خلکو ته خدمات وړاندي کړي.
د افغانستان د اوبو رسولو عمومي ریاست رئیس انجنیر حمیدالله یلاني د هلمند والي او لښکرګاه ښاروال سره په لیدنه کې د خبرو پرمهال وویل: د ۱۳۹۹ کال لپاره به په دې ولایت کي د خپل نوي تشکیل پرجوړېدو کار وکړي او هلته به خپله څانګه پرانیزي ترڅو په اساسي تر خلکو پاکې اوبه ورسول شي.
هغه زیاته کړه چي سر له اوسه به په دې ولایت کي د شته اوبو شبکو پر تسلمۍ هم غور کوي ترڅو د اوبو رسولو عمومي ریاست اړوند شي او چاري يې په ښه ډول مخې ته ولاړې شي.