هلمند والي د افغانستان برېښنا شرکت عمومي ریئس سره په لیدنه کې ددې ولایت اړوند د برېښنا ستونزي او غوښتنې شریکې کړې

هلمند والي د افغانستان برېښنا شرکت عمومي ریئس سره په لیدنه کې ددې ولایت اړوند د برېښنا ستونزي او غوښتنې شریکې کړې

هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په کابل کې د برېښنا شرکت عمومي ریئس امان الله غالب سره په لیدنه کې پر یو شمېر هغه غوښتونو او ستونزو خبرې وکړې چي دلته ورسره عام ولسونه مخ دي.
ښاغلي یاسین خان د ګرشک ولسوالۍ د ښاري شبکې ، دیادي ولسوالۍ د برېښنا بند د جوړویدو چارو د چټکتیا او تر هغه چي په ګرشک ولسوالۍ کي د برېښنا بند د جوړېدو چاري بشپړیږي تر هغو پوري د جنراتورانو په مرسته دیادي ولسوالۍ اوسېدونکو ته د برېښنا چمتوالي په برخه کي غوښتنې وړاندې کړې.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي ریئس امان الله غالب ژمنه وکړه چي په همدې څو ورځو کې به د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکو ته دبرېښنا رسولو برخه کي هلته شته جنراتورونو ته تیل وپيرل شي او تر عامو خلکو به برېښنا ورسوي.
ددې ترڅنګ د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په لیدنه کې د بريښنا د بيل ټيټوالي، د لښکرګاه ښار اړوند معلمینو نمرو لپاره د برېښنا لېږدولو برخه کي د پرتو ستونزو هواري ، ناوې او نادعلي ولسوالیو ته د برېښنا د لیږد پر بهیر او ورته نورو موضوعاتو هم خبري وکړې او په دې برخه کې يې د برېښنا ریاست د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د برېښنا شرکت عمومي ریئس امان الله غالب له هلمند والي ښاغلي یاسین خان سره د یادو ستونزو په حل کېدو باندي ژمنه وکړه او زیاته يې کړه چي په دې برخه کي به هلمند ته خپله پاملرنه ډېره کړي.