هلمند والي له کورنيو چارو وزير سره ددې ولايت د پوليسو لا تجهيز او ملاتړ په باب ناسته وکړه

هلمند والي له کورنيو چارو وزير سره ددې ولايت د پوليسو لا تجهيز او ملاتړ په باب ناسته وکړه

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان نن په کابل کې د کورنيو چارو سرپرست وزير ستر جنرال مسعود اندرابي سره د ليدنې په ترڅ کې د هلمند ولايت د پوليسو تجهيز ترڅنګ د تحکيماتو او د امنيه قومانداني د هر اړخيز ملاتړ غوښتنه وکړه.
ښاغلي ياسين په هلمند کې د امنيتي لاسته راوړنو، د روانو عملياتونو او پلانونو په باب هم د کورنيو چارو وزير سره پر معلوماتو شريکولو سربيره د لا ملاتړ او پاملرنې ټينګار وکړ.
هلمند والي زياته کړه، که څه هم ددې ولايت پوليس په ګڼو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري، خو جدي اړتيا ده چي د تشکيل لوړونې ترڅنګ د پوليسو پر وسلو، وسايطو او تجهيزاتو سمبالولو لپاره لا ډيره پاملرنه وشي.
د کورنيو چارو سرپرست وزير ستر جنرال مسعود اندرابي د هلمند ولايت د وروستي امنيتي وضعيت او لاسته راوړنو ستاينه او هرکلی وکړ.
ښاغلي اندرابي هلمند والي ته ډاډ ورکړ، چې ددې ولايت د پوليسو د تشکيلاتو لوړونې، وسلو او نورو تجهيزاتو سمبالونې لپاره به خپلې هڅې لا ګړندۍ او نېږدې راتلوونکي کي به وړانديز شويو غوښتنو ته رسيدنه وشي.
هلمند والي دغه راز په يوه بله کتنه کې د ملي امنيت لوی ريس سره هم ددغه ولايت د امنيتي وضعيت لا ښه والي په باب هر اړخيزې خبرې کړې دي.