هلمند والي: د رغنيزو پروژو چارې باید په اساسي ډول مخې ته ولاړې شي

هلمند والي: د رغنيزو پروژو چارې باید په اساسي ډول مخې ته ولاړې شي

یادې څرګندونې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په دې ولایت کي د نوي جوړېدونکې ۲۰۰۰ کسیزه تالار د رغنیزو چارو څخه د لیدنې پرمهال وکړې.
په دې لیدنه کې د ښاغلي یاسین خان ترڅنګ په مالي او ادارو چارو کې مرستیال مجاهد الله صفاري ، په ټولنیزو چارو کې مرستیال بسم الله روحانې او د ولایت مقام مالي او ادارې ریئس زاهد اتل هم ګډون درلود.
هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د نوي جوړېدونکې تالاري چارې ښه و ارزولې او د مسولینو څخه يې لاهم د ښه کیفیت او پاملرنې غوښتنه وکړه ترڅو چاري يې په اساسي ډول مخې ته ولاړې او بشپړي شي.
ښاغلي یاسین خان وویل: د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړې پاملرنې په اساس هلمند ته ۷ پروژې ورکول شوي دي چي د جوړېدو چاري يې خپله ددولتي تصدۍ له لوري مخې ته ځي او په اساسي ډول به بشپړي شي.
ښاغلي یاسین خان په دې نوي تالار کې د نوښتونو د رامنځته کېدو او د ټولو اړتیاوو په نظر کې نیولو سره لا نوري لارښونې هم وکړې.