د جنوبي زون سياليو اتلولي هلمند خپله کړه

د جنوبي زون سياليو اتلولي هلمند خپله کړه

دغه سيالي چي د افغانستان فوټبال فدراسيون له لوري په لاره اچول شوې وې، پکې هلمند، کندهار، زابل او ارزګان لوبډلو ګډون درلود.
د سياليو پايلوبه د هلمند او کندهار ترمنځ ترسره شوه، چې هلمند د درې ګولونو په وهلو سره کندهار ته درې په يو ماتې ورکړه او د سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د پايلوبې نندارې او مراسمو کې هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان هم ګډون درلود او په خپلو خبرو کې يې لوبې د انساني روغتيا ترڅنک د ټولنې اصلاح، سولې او يووالي غوره سمبول ياد کړ.
هلمند والي څرګنده کړه، چې کابل ته سکتړري ادارو په مشرۍ د سفر په حاشيه کې يې د بدني روزنې، سپورت او المپيک عموني رياست سربيره يې د امريکا سفارت او نورو وزارتونو سره د هلمندي ځوانانو او لوبغاړو د ملاتړ ګڼ وړانديزونه هم وکړل، چې په اړه يې پام وړ ژمنې ترلاسه شوې.
ښاغلي ياسين دغه راز د جنوبي زون فوټ بال سياليو ګډونوالو لوبډلو، د فدراسيون مسولينو او لوبغاړو ته د هڅونې په پار ډالۍ هم ورکړې.