ولسي ملاتړد دښمن ځپلو لپاره جدي اړتیا ده

یوشمیر جهادي او قومي مشرانو د هلمند والي ته ډاډ ورکړ، چې ولسونه ولایتي ادارې سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
یادو مشرانو نن ښاغلي حیات الله حیات سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل او وویل، چې دښمن ته به فرصت ورنکړي، چې خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي.
جهادي او قومي مشرانودغه راز په وروستي امنیتي وضعیت بحث او خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په قوي مورال د دښمن مقابله کوي.
قومي مشر او د نیمروز پخواني والي ښاغلي امیر محمد اخندزاده پخپلو خبرو کې وویل، چې د ولسونو په یوالي سره د ډیرو ستونزو مخه نیول کیدلای شي. 
د هلمند والي ښاغلي حیات لله حیات له یادو مشرانو څخه مننه وکړه، چې تل یې حکومت سره د همکارۍ لاس ورکړی دی.
ښاغلي حیات وویل، چې د دښمن ځپلو لپاره امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ولسي ملاتړ جدي اړتیا ده.
نوموړي خوښي وښوده، چې ولسي خلک او قومي مشران د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړي دي او په یوالي سره به دښمن تل له ماتې سره مخ وي.
په درنښت