د پاکستانیو کلدارو کاروونکو سره قانوني چلند کیږي

د هلمند والي د ښار هټیوالو او ټولو ولسونو ته خبرداری ورکړ، چې تر راتلوونکو دوو اوونیو پاکستانۍ کلدارې په افغانیو تبادله کړي.
ښاغلي حیات الله حیات نن د خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې تر دوو اوونیو وروسته په راکړه ورکړه کې د کلدارو کاروونه جرم ګڼل کیږي او سرغړوونکي به یې په جدي ډول مجازات شي.
د هلمند والي له ولسونو وغوښتل، چې په دې ملي کمپاین کې همکاري وکړي او په راکړه ورکړه کې د پاکستانیو کلدارو پر ځای افغانۍ وکاروي.
نوموړي وویل، چې افغانۍ زموږ ملي هویت دی او په کار ده، چې ټول ملي هویت ته په درناوي په خپلو افغاني بانګ نوټونو افغاني تولیدات واخلو.
والي ښاغلي حیات د اصنافو له اتحادیو او سوداګرو وغوښتل، څو د ټولو توکو قیمتونه په افغانیو واړوي او د ښاروالۍ له نرخ پاڼې سره سم یې پر ښاریانو خرڅ کړي.