وسلوال مخالفین د خپلو جنایتونو په دوام بې ګناه ولسي خلک په شهادت رسوي

وسلوال مخالفین د خپلو جنایتونو په دوام بې ګناه ولسي خلک په شهادت رسوي
د هلمند والي او یوشمیر امنیتي مسولینو د شهید جمیل روح ته دعا وکړه او د ارواښاد کورنۍ سره یې خپله غمرازي وښوده.
ښاغلي حیات الله حیات، چې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان، د هلمند امنیې قومندان او یو شمیر نورو مسولینو یې ملتیا کوله د شهید جمال کور ته ورغلل او د ارواښاد د فاتحې او ختم مراسمو کې یې ګډون وکړ.
شهید جمال ، لښکرګاه ښار کې د موټرو جوړلو ورکشاپ کې کار کولو هغه یو ملکي او غیر دولتي شخص وو، چې د طالب وسلوالو له لورې ددې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د دریو نورو بې ګناه ولسي وکړو سره یو ځای په ډیرې بې رحمۍ سره ووژل شو.
د طالب وسلوالو دا غیر اسلامي او غیر انساني عمل د هلمند ولایت د ولسونو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني ټولو د سخت غبرګون سره مخ شو.
د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات د شهید جمال کورنۍ سره خواخوږي وښوده او وویل، چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به د دولت وسلوال مخالفین د خپلو اعمالو په سزا رسوي.
ښاغلي حیات وویل، چې طالب وسلوال اوس د خپلو جنایتونو په دوام بې ګناه ولسي خلک قتلوي، چې د خپلو دې ناروا اعمالو له امله نور په ولسونو کې هم هیڅ ځای نه لري.