۶۰۱ نمبر شهرا کې د مخالفینو لسګونه ایښودل شوي ماینونه شنډ شوي

۶۰۱ نمبر شهرا کې د مخالفینو لسګونه ایښودل شوي ماینونه شنډ شوي

امنیتي ځواکونو ۶۰۱ نمبر شهرا کې د دولت مخالفو وسلوالو لسګونه ایښودل شوي ماینونه شنډ کړي او د لارې پاکولو عملیات لا هم دوام لري.
د هلمند ولایت د نظامي شورا ننۍ غونډه کې، چې د والي ښاغلي حیات په مشرۍ ترسره شوه د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان، د ۵۰۵ بست زون قومندان، د ملي امنیت رییس، امنیې قومندان او یوشمیر نورو مسولینو ګډون کړی وو.
د بیلا بیلو امنیتي ارګانونو مسولینو ۶۰۱ نمبر شهرا او یوشمیر نورو سیمو کې دولت مخالفو وسلوالو ځپلو او امنیت ټینګښت برخه کې د ترسره کړو کارونو په اړه معلومات ورکړل او په یوشمیر نورو مهمو مسایلو پریکړې وشوې.
د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات وویل، چې وسلوال مخالفین په سړکونو او نورو عامه ځایونو کې د ماینونو په خښولو ولسونو سره دښمني کوي.
ښاغلي حیات ټینګار وکړ، چې د ۶۰۱ نمبر شهرا عملیاتي چارې باید ژر تر ژره بشپړې او د نادعلي او ناوې ولسوالیو یوشمیر سیمو کې، چې امنیتي ستونزې شته خلکو ته د ډاډمن امنیت زمینه برابره شي.
په درنښت